خبرتيا!

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ځوانانو چارو  د معينيت خبرتيا! 
د ځوانانو چارو معينيت دهغه تفاهم  له مخې،  چې له يوشمېر خصوصي پوهنتونونو او د لوړو زده کړو او نيمه لوړو زده کړو له موسسو سره يې  لري په مياشتني فيس  کې له شلو څخه تر پنځوسو پورې په تخفيف سره د روان کال د مني سمستر لپاره د ځوانانو په معرفي کولو پيل کړى دى .
د لوړو زده کړو په دغو موسسو کې د ميوند، پيام، پيشګام، غرجستان، علامه ابوريجان، خاتم النبين او د غازي امان الله خان پوهنتونونه  او د رازي، ازهر، قلم،  افغان پامير او د لوړو زده کړو يوشمېر نورې موسسې هم شاملې دي.
مينه وال کولاى شي د نوم ليکنې او له دغه تخفيف څخه د ګټې په خاطر له دوو عکسونو او د تابعيت  د تذکرې  له فوتوکاپي سره  په پل باغ عمومي کې د ځوانانو چارو معينيت د ځوانانو د مصوونيت او روزنې رياست ته ورشي .
دغه راز د زياتو معلوماتو لپاره کولاى شي دغه ايمل آدرس وګوري
Dmya.Jawanan@gmail.com اويا له  ٠٧٤٧٠٠٨٩٠٠تيلفون سره اړيکه ونيسي .
  ختم_ ج _ اکرم