د رضاکاره ځوانانو ریاست

د رضاکاره ځوانانو ریاست

د رضاکاره ځوانانو ریاست د ځوانانو د معینیت د کلیدي ریاستونو څخه دئ. دغه ریاست مخکي د ځوانانو د خدمتونو او بهرنیو اړیکو ریاست وو، چي په (۱۳۹۱ل.) کال کی د ځوانانو د معینیت په چوکاټ کي جوړ شو او وروسته  چی د رضاکاره ځوانانو فعالیتونه هره ورځ زیاتېدل او هره ورځ په مرکز او ولایاتو کي د رضا کاره ځوانانو شمېر ډېرېدئ، نو د دې ریاست نوم په (۱۳۹۳ل.) د رضا کاره ځوانانو په ریاست واوښت او تشکیل ئې په لاندي ډول دئ:

1.     رئیس

2.     اجرائیه مدیر

3.     د رضا کاره ځوانانو د خدمتونو آمریت

4.     د رضاکاره ځوانانو د چارو کارپوه (۲) نفره

5.     د ځوانانو د تجاربو د تبادلې او فرهنګ د په لاره اچولو د ولایاتو آمر

6.     د ځوانانو د تجاربو د تبادلې او فرهنګ د په لاره اچولو د ولایاتو د چارو کارپوه

7.     د نشراتو عمومي مدیر

8.     د نشراتو د تصحیح کارپوه

9.     د نشراتو د مطالبو د راټولو مسوول

10.  خانه سامان

11.  صفا کار (۲) نفره

12.  ډرایور

ټوله تشکیل ئې (۱۴) تنه کېږي.

 اوس (۱۵۰۰۰) رضا کاره د ځوانانو ریاست په ډاټا بیس کي شامل دي.

د ضاکاره ځوانانو د رئیس مسوولیتونه:

د دندې هدف: د رضا کاره ځوانانو د ټیمونو تنظیم،  د هیواد په سطحه د ځوانانو تر منځ د تجاربو د تبادلې له پاره زمینه برابرول او د ځوانانو فعالیتونو ته انعکاس ورکول په مجله کي د نشر له لاري.

د دندې مسوولیتونه:

1.     د کاري پلان طرح او ترتیب د ځوانانو د معینیت د پالیسۍ مطابق هغه اهداف ته د رسېدو له پاره چي مخکي د ادارې له خوا تعین شوي وي.

2.      د داسي پالیسۍ جوړول تر څو د لایتونو د ځوانانو تر منځ د تجاربو د تبادلې له لاردي د دوی علمي، فني او فرهنګي ظرفیتونه لوړ شوي وي.

3.     د هغو داخلي ټولنو او بنسټونو سره ارتباط تامینول، چي د ولایتو د ځوانانو د افکارو او تجاربو د تبادلې له پاره د ولایتونو تر منځ د سیمینارونو، ورکشاپونو او سفرونو زمینې برابروي

4.     په اجتماعي، سیاسي، اقتصادي او فرهنګي برخو کي د ځوانانو د فعال ګډون له پاره ذمینې برابرول.

5.     دواطبانه او رضاکارانه کارونو ته د ځوانانو تشویق کول، تر څو د هیواد جوړوني او صلحي د تامین په برخه کي ئې ونډه اخیستې وي.

6.     د هیواد په سطحه د ځوانانو د فعالیتونو راپورنه تهیه کول او په مجله کي خپرول.

7.     د مجلې  له لاري د ځوانانو افکارو او نوښتونه خپرول او  راټولول.

8.     د کلني پلان پ‍ر اساس د ادارې اهدافو ته د رسېدلو له پاره د بودیجوي ضرورتونو د تشخیص.

9.     د ټولو هغه دندو اجراکول چي د قوانینو، مقرراتو او وزارت د اهدافو مطابق د مقاماتو له خوا ور سپارل کېږي.